عالم: د کندز حوزوي روغتون ته ۳۰۰ ټپیان راوړل شوي

د کندز د عامې روغتیا رئیس وایي چې د دغه ښار حوزوي روغتون ته له تېرو شپږو ورځو جګړو څخه درې سوه ټپیان او درې جسدونه راوړل شوي دي.

ډاکټر عبدالحمید عالم نن ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شوو او ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړي شامل دي.

نوموړي وویل چې دا مهال په کندز ښار کې یوازې یو روغتون فعال دی او دا مهال د پروسونل او درملو له کمښت سره مخ دي.

له بلې خوا په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې لاهم په سېمه کې جګړه روانه ده.

خو ترې دې وړاندې د کندز والي ویلي چې د دغه ښار یو شمېر سیمې له وسله والو تصفیه شوي دي.