ترکیه کې ۲ ځانمرګي هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوي

د ترکيې چارواکي وايي، دوو ځانمرګو بريدکوونکو له پلازمېنې انقرې دباندې وروسته له هغې په ځان پورې منفجره مواد وچوول چې پوليسو يې د تسليمېدو امر وکړ.

د انقرې والي «ايرکان توپاجا» وويل، دوه ځان وژونکي چې يو يې سړى او بله ښځه وه، نن په حمله کې وژل شوي، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

دولتي اژانس انادولو خبر ورکړى چې مشکوکو کسانو د يوې موټر بم حملې کولو ته چمتووالى نيوه.

توپاجا وويل چې بريدکوونکي د کردانو له ممنوعه کارګر ګوند يا «PKK»سره ارتباط درلود.

دا هغه سخت دريځې ډله ده چې په وروستيو کې په ترکيه کې په څو خونړيو موټربم حملو تورنه شوې ده.

وروسته له هغې چې تېر دوبى د ترکيې او «PKK» ترمنځ نافذ شوى اوربند مات شو، د دغه ګوند په زرګونو جنګيالي او د ترکيې د امنيتي ځواکونو څه باندې ٦٠٠ غړي په جګړو کې وژل شوي دي.

په ترکيه کې په وروستيو کې يو لړ نورې خونړي بريدونه هم شوي چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش د سخت دريځو کار بلل شوى دى.

په ګاونډي هېواد سوريه کې ځينې سيمې د دې سخت دريځې ډلې په لاس کې دي.