د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په اړه د سیګار راپور رد کړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د موجودیت خبره په ټینګه ردوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش نن ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه د سیګار د نوي خپور شوي راپور په غبرګون کې وویل:

"زما باور دادی چې په ملي پولیسو کې هیڅ ډول خیالي پولیس نه لرو او که چېري په تېرو کلونو کې موجود وو هغوی له تشکلاتو لیري شوي او نوي کسان یې په ځای یې نوي افغان سرتېري په دندو ګمارل شوې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش دفتر یا سیګار د امریکا له دفاع وزارته غوښتي څو د هغو لسګونو زرو خیالي افغان امنیتي ځواکونو په اړه سپیناوی وکړي چې ویل کېږي یوازې د تنخواګانو په لیستونو کې موجود دي او نور حضور نه لري.