خوګیاڼی: د ننګرهار اچین کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، په اچین ولسوالۍ کې د هوایي حملې په ترڅ کې د داعش ډلې نهه غړي وژل شوې دي.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دغه حمله تېره شپه د اچین ولسوالۍ په بندر سېمه کې شوې، خو ده څرګنده نه کړه چې دغه حمله د افغان ځواکونو لخوا شوې او که د بهرنیو ځواکونو لخوا.

له بلې خوا بیا د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقيوال ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې هوایې حمله کړې او پنځلس داعش وسله وال یې وژل دي.

نوموړي وویل چې په دې حملې کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.