امریکا او فینلنډ د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ

فینلنډ او د امریکا متحدو ایالتونو خپلو کې د پوځي همکاریو د زیاتولو تړون لاسلیک کړ.

دواړه هېوادونه دا تړون په داسې حال کې لاسلیکوي چې ویل کېږي په دې وروستیو کې د روسیې جنګي جېټ الوتکو د فینلنډ له هوايي حریم نه سرغړونې زیاتې کړي دي.

دا نوی تړون د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع د وزارت د مرستیال رابرټ وړک او او فنلینډ د دفاع د وزیر یوسي نینیستو ترمنځ لاسلیک شو.

فینلنډ چې د ناټو غړی هېواد نه دی لا د مخه د امریکا سره په وچه، اوبو او هوا کې د شریکو پوځي تمریناتو په وسیله همکاري کوي.

د فنلینډ ګاونډي هېواد سویډن هم چې د ناټو غړیتوب نه لري له امریکا سره د جون په میاشت کې یو ورته د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ.