کري: حلب کې دې شوي جنګي جنایات وڅېړل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې په حلب ښار کې د سوریې او روسیې د پوځي عملیاتو په اړه د جنګي جنایاتو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

جان کري دا څرګندونې د جمعې په ورځ په واشینګټن کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان مارک "ایراولټ Jean-Marc Ayrault" سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

دا د حلب د روانې جګړې په اړه چېرې چې د دوه نیم سوو زرو په شا او خوا کې ملکي وګړي ایسار پاتې دي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له سختو څرګندونو ګڼل کېږي.

مسکو د جان کرې ددې څرګندونو په وړاندې چټک عکس العمل وښوده او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا ځاخاروا» د روسیې یو تلویزوني چینل ته وویل، "د دې ټرمینالوژۍ تر شا جدي قانوني عواقب موجود دي."

د واشینګټن او مسکو تر منځ په دې وروستیو کې د سوریې، اوکراین او نورو مسلو پر سر اړیکې یو ترینګلي وضعیت ته رسېدلي دي.

جان کري وویل، روسیه او د اسد ریژیم نړۍ ته تر یو سپیناوي زیات مسؤلیت لري چې ولې پر روغتونو، ماشومانو او ښځو بریدونو ته دوام ورکوي؟

نوموړي زیاته کړه دا داسې اقدامات دي چې د جنګي جنایاتو د څېړنې غوښتنه کوي او هغوی چې داسې اعمال ترسره کوي باید چې حساب ورسره وشي.

بل خوا فرانسې ویلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته نن شنبې د سوریې په حلب ښار کې د اوربند ډ ټینګښت لپاره یوه طرحه وړاندې کوي.