د امریکا متحده ایالاتو په څرګند ډول روسیه تورنه کړه

د امریکا متحده ایالتونو د لومړي ځل لپاره په څرګنده روسیه تورنه کړې چې یو لړ انټرنټي بریدونه یې تنظیم کړي چې د امریکا سیاسي سازمانونه او د دې هېواد یو شمېر پخواني او اوسني مهم چارواکي یې هدف ګرځولې.

د واشینګټن په وینا په دې کار سره روسیه غواړي د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله وکړي.

د امریکا د ملي استخباراتو او کورني امنیت د ادارې رئیس د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، دا باور لري چې د روسیې حکومت د ډیموکراټانو د ملي کمېټې په شمول د امریکا د یو شمېر شخصیتونو او اشخاصو د ایمیلونو هک کول رهبري کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ددې هڅو اندازې او حساسیت ته پام یوازې د روسیې لوړپوړې چارواکي د دا ډول فعالیتونو اجازه ورکولی شي.

تر دې مخکې د سایبري یا انلاین امنیت خصوصي شرکتونو ویلي وو چې د روسیې د امنیتي ادارو سره تړلې ډلې د امریکا د یو شمېر سیاسي ادارو او شخصیتونو د ایمیلونو په هک کولو کې لاس لري، خو د ولسمشر بارک اوباما ادارې تر اوسه په څرګنده په دې برخه کې د روسیې د حکومت د لاس لرلو په اړه څه نه وو ویلي.

دا هک شوي ایمیلونه په ویکي لیکس ویب پاڼې او همدارنګه د ډي سي لیکس ډاټ کام په نوم یو بلې ویب پاڼې خپاره کړي وو.