عمرخېل: د کندز جګړه ځپلو کورنیو ته د مرستې رسول پيل شوي

په داسې حال کې چې تېره شپه هم د کندز ښار په ځینو سیمو کې جګړه روانه وه ددې ولایت والي وايي، هغه سیمو کې چې له طالبانو نیول شوي اړو خلکو ته یې د عاجلو مرستو د رسولو چارې پیل کړي دي.

اسدالله عمر خیل د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، ځینو سیمو ته یې بېړنۍ مرستې رسولې دي او نن شنبې به نورو هغو سیمو ته هم لومړنۍ مرستې ورسېږي چې ورته عاجله اړتیا ده.

نوموړي د کندز ښار په ځینو برخو کې د څښاک د اوبو د نشتوالي په اړه وویل چې پرې شوې نلونه د جمعې په ورځ تړل شوي او هغو سیمو ته چې اوبه په کې نه اوبه رسېدلي دي:

"په ځینو ځایونو کې یې د اوبو نلونه پرې کړي وو، نن بېرته دا نلونه ورغول شول او اوبه خلکو ته ورسېدې، د اوبو زخیره تقریباً ډکه شوې ده."

هغه وویل چې په کندز کې د اړو کسانو د معلومولو لپاره یوه سروې هم پیل شوې ده څو هغه کورنۍ او کسان چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري معلوم کړی شي.

د کندز والي وویل چې دا بېړنۍ مرستې دوی له خپلو اضطراري امکاناتو څخه برابروي او تر اوسه له کابل څخه بشري مرستې کندز ته نه دي رسېدلي.