د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال وايي چې شاوخوا ۶۰ تنه افغان سرحدي سرتېري د یاد ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
عبدالله افضلي تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې یاده پېښه د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ تر یوې اوږدې نښتې وروسته د جمعې په ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه کې رامنځته شوې ده.
افضلي وویل چې نوموړو سرتېروته د تازه دمه سرتېرو نه رسېدل د پوځي امکاناتو او تجهیزاتو نشتوالي اړیستل تر څو وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.
هغه همدارنګه وویل چې د موریچاق سیمې امنیتي پوسته هم د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"کوم ارقام چې موږ ته راکړل شوي دي شاوخوا ۶۰ افغان سرتېري له وسله والو طالبانو سره یوځای شو ي دي، په هر صورت هغه جګړه چې د وړمې ورځې راپه دېخوا پیل شوې وه تر پرون پورې روانه وه، تر اوو او اتو پوري افغان سرتېري وژل شوي او شاوخوا لس تنه د ملي اردو او سرحدي سرتېري ټپیان شوي هم دي او ۶۰ تنه طالبانو ته تسلیم شوي دي، موریچاق د دولت لپاره ډېره مهمه سیمه ده."
دا څرګندنې پر داسې مهال کېږي چې د بادغیس ولایت ویاند خالد صافی په دې اړه بې خبري ښيي.
ښاغلی صافی وايي چې د بالا مرغاب ولسوالۍ امنیتي سرتېرو په دې اړه دوی ته کومه اطلاع نه ده ورکړې.
هغه زیاته کړه:
"د موریچاق سیمه د بالامرغاب ولسوالۍ له مرکز څخه له ۳۵ څخه تر ۴۰ کلیومترۍ پورې لیري ده، د شپې لخوا هلته د ترکمنستان هېواد ټلیفونونه کار کوي، موږ له سیمې سره اړیکه نه لرو او زموږ امنیتي او کشفي سرتېري تر اوسه له وسله والو طالبانو سره د افغان سرتېرو یو ځای کېدل نه تاییدوي،خو موږ هلته داسې سیمه نه لرل چې هلته دي تر اویا پوري سرتېروي چې هغه دي طالبانو ته تسلیم شوي وي."
په بادغیس کې له وسله والو طالبانو سره د افغان سرحدي سرتېرو یو ځای کېدو په اړه د یاد ولایت امنیتي چارواکي هم ضد او نقیضي څرګندونې کوي.
د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج ازادي راډيو ته وویل چې ۴۷ سرحدي پولیس د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.
ښاغلي تاج زیاته کړه چې یاده پېښه د وسله والو طالبانو سره د اکبر بای په نوم د یوه سرحدي سرتېري د اړیکې په صورت کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې شاوخوا ۳۰۰ افغان امینتي سرتېري په سیمه کې ځای پر ځای شوي ترڅو د یادو کسانو د خلاصون په هدف عملیات تر سره کړي.
د موریچاق سیمه چې ویل کېږي شاوخوا ۶۰ افغان سرتېري پکې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي له ترکمنستان هېواد سره پر پوله پرته سیمه ده.
یاده سیمه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ یوه له نا امنه سیمو نه ګڼل کېږي چې ډېر کله د وسله والو نښتو راپورنه ور نه ورکول کېږي.
وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په استول شوي پیغام کې بالامرغاب کې د دوی وسله والو ته د د ۸۰ تنو سرحدي سرتېرو تسلیمېدو خبره کړې.
راپور: شاپور صابر