د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي، فراه ښار ته نږدې د پشت رود اولسوالۍ او نوبهار سیمې ترمنځ د وسله والو مخالفینو حمله یې پر شاتمولې ده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد غوث مالیار پرون ناوخته راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه لري.
له بلې خوا د دولت د وسله والو مخالفانو ویاند قاري یوسف احمدي دا جګړه د عمري عملیاتو یوه برخه بللې او افغان سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، خو امنیتي چارواکي بیا دا خبره ردوي.
دغه راز د لښکرګاه په دوهمي او درېیمې امنیتي حوزو کې هم د وسله والو مخالفانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې رواني دي.
وسله والو د نادعلي او مارجې ولسوالۍ عمومي لارې نیولي دي.
له سیمې نه د ازادي راډیو د خبریال د خبر له مخې؛ د لښکرګاه په لوېدیځ کې د جګړې د اوږدېدو سره خلکو کورونه پرې ایښي دي.
د سیمې خلک وايي، که جګړه داسي اوږده شي له لوږي او قحطۍ سره به مخامخ شي.