هند وايي، ځواکونو یې هغه درې مشکوک وسلهوال وژلي دي چې په کشمیر کې یې د هند د پوځ پر یوه پوسته د حملې هڅه کوله.
د هند دفاع وزارت وايي، وسلهوالو هڅه کوله چې نن سهار وختي په کوپوارا سیمه کې یوه پوځي مرکز ته ننوځي خو له یوې درنې نښتې وروسته په شا وتمبول شول.
د هند پوځ وايي په نښته کې هندي سرتېرو ته زیان نهدی اوښتی.
تېره میاشت د هند پر یوه پوځي اډه د افراطي وسلهوالو په حمله کې د ۱۹ هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته د هند او پاکستان په اړیکو کې سخت کړکېچ رامنځته شو.
له بلېخوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن هند ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان وسلهوال ځواکونه به د هند هر راز یرغل ته وړ ځواب ورکړي.