د هلمند د مرکز لښکرګاه شاوخوا ته لاهم جګړه دوام لري

د هلمند د مرکز لښکرګاه شاوخوا ته لاهم جګړه دوام لري.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي، دا مهال د لښکرګاه په دوهمه او درېیمه امنیتي حوزو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ جګړه دوام لري.

د راپورونو له مخې وسله‎والو مخالفینو د مارجې او نادعلي عمومي لارې تړلي دي.

ویل کېږي چې وسله‎وال هڅه کوي څو د درېیمې امنیتي حوزې له لارې ځانونه د هلمند سیند څنډو ته ورسوي.

د لښکرګاه ښار په ختیځ کې د جګړو دوام د دې لامل ګرځېدلی، څو خلک خپل کورونه پرېږدي او د دوی په وینا د جګړې په اوږدېدو سره به خلک د لوږې له خطر سره مخامخ شي.