اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سویس پلازمېنه ژینو ته ولاړ

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره شپه د سویس پلازمېنه ژینو ته ولاړ.

د ښاغلي عبدالله پر ټویټر پاڼه راغلي چې نوموړی به په ژینو کې په یوه دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې په دغې غونډه کې به په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وشي خو په دې هکله ډېر جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

اجرائیه رئیس د بروکسل تر کنفرانس وروسته ژینو ته روان شوی دی.