روسي چارواکي وايي، دوه جنګي بېړۍ یې د مدیترانې سمندرګي په لور روانې شوي څو په سیمه کې له نورو جنګي روسي بېړیو سره یوځای شي.
د روسیې د تور سمندرګي د چټکې پوځي قطعې یوه ویاند وویل چې دوه بویان ډوله جنګي بېړۍ یې د اکټوبر په څلورمه په کریمیا کې د سویستوپول له پوځي اډې نه په سیمه کې د مسکو لهخوا په پوځي ګزمې کې د ګډون په هدف ووتلې.
ویاند دا هم وویل چې دوی تمه کوي چې په کروز میزایلو سمبالې دا جنګي بېړۍ به د اکتوبر په پنځمه ماښام مهال مدیترانې سمندرګي ته رسېدلي وي.
دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې مسکو په سوریه کې د تارتوس پوځي اډې ته د «S-۳۰۰» ډوله هوا ضد میزایل د لېږلو خبره تائید کړه.
د روسیې لهخوا دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې واشنګټن ویلي چې په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د روسیې له لوري پيل شوې هڅې تحریموي.
مسکو په دې تورن دی چې د رژیم د مخالفینو لهخوا د حلب ښار د نیول شویو برخو په سر یې بمبارۍ زیاتې کړي او له دولتي ځواکونو سرهیې مرسته کړې چې د هېواد د دوهم ښار په نیولو بریالي شي.