د امریکا پوځ تائید کړه چې یو سرتېری یې د افغانستان په ختیځ کې د ګزمې پر مهال وژل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د عملیاتو پر مهال په یوه چاودنه کې دا سرتېری ووژل شو خو بل کوم امریکايي یا افغان سرتېري ته مرګژوبله نهده اوښتې.
د پنټاګون په بیان کې راغلي چې د امریکايي پوځیانو موټر هغه مهال د سړک غاړې د ماین چاودنې ښکار شو چې غوښتلیې له افغان پوځیانو سره مرسته وکړي.
د داعش وسلهوالو د دې پېښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د چاودېدونکو موادو په واسطهیې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان او امریکايي پوځیان په نښه کړل او درې افغان سرتېري یې هم په دې پېښه کې ووژل.