امریکا د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته ۲۴۶ هاموې موټرې ورکړې

امریکا متحده ایالتو د افغانستان له کورنیو چارو وزارت سره د ۴۹۲ زرهي موټرو مرسته وکړه.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مرتضی رحیمي ویلي، له دې ډلې د چهارشنبې په ورځ ملي پولیسو ته ۲۴۶ هاموې موټر تسلیم شول.

ښاغلي رحیمي د کورنیو چارو وزارت په ویب‎پاڼه کې په یوه پیغام کې د پاتې نورو موټرو په اړه داسې ویلي:

"۲۲۲ هاموې موټره پاتې دي چې ډېر ژر به پر خاصو ځواکونو، نظم عامې پوځیانو،سرحدي قطعاتو او نورو اړوندونو زونونو وویشل شي."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې چې تمه ده په نېږدې راتلونکي کې څه باندې اتیا زره میله نوې امریکايي وسلې هم ملي پولیسو ته د هغوی د لا سمبالتیا په خاطر ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې ملي پولیسو ته د وسلو او وسایطو ورکړه د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې ترسره کېږي.