کندز کې روغتونونه د جګړو له امله تړل شوي او د ټپيانو درملنه نهکېږي.
د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حامد عالم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په کندز ښار کې یوازې ۲۰۰ بستریز روغتون فعاله و چې د افغان پوځیانو او طالبانو د سختې جګړې له امله وتړل شو.
ښاغلي عالم له مرستندویه ټولنو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ټپیانو د درملنې په هدف بېړنۍ مرستې وکړي.
کندز کې د عامې روغتیا او حوزوي روغتون د معلوماتو له مخې د جګړې له پيل راهیسې چې ننیې څلورمه ورځ ده څه باندې ۲۰۰ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.