کري له خپل روسي سیال سره د سوریې په اړه خبرې بیا پیل کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د متحده ایالتو د روانې اوونۍ له هغې پرېکړې سره-سره چې د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره‌یې له مسکو سره مستقیمې خبرې ځڼډولې وې، پرون له خپل روسي سیال سره د سوریې په اړه خبرې بېرته پیل کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې کري او لاوروف په ټيلیفون د سوریې، اوکراین او شمالي کوریا په اړه خبرې وکړي.

دغه وزارت وویل چې دغه خبرې له هغه چوکاټ بهر ترسره شوي چې ۴۸ مخکې په محاصره شوي حلب ښار د روسيې د بمبارۍ د دوام له امله رامنځته شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل، هغه وضعیت ته په پام سره چې په حلب کې روان دی دا به زموږ لپاره غیرمسؤلانه وي چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ابتدایي تماس ونه‌لرو.

ټونر وویل، کري دغه‌راز د سوریې په اړه د بریتانیا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ترکیې او قطر له ډیپلوماټانو سره هم خبرې وکړې.