پنټاګون د عراق په موصل کې د هوايي حملې په اړه څېړنه کوي

پنټاګون وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي، د موصل په جنوب کې په یوه هوايي حمله کې لږ تر لږه ۱۹ د عراق د حکومت پلوي سُني وسله‎وال وژل شوي دي.

په موصل کې حکومتي ځواکونه پیاوړي شوي چې دا ښار بېرته د اسلامي دولت له ډلې ونیسي.

د سُني ملېشو یوه قومندان وویل چې پر غړو یې په حج علي سیمه کې پرون وروسته له هغې بمباري وشوه چې د اسلامي دولت ډلې له وسله‎والو سره څو ساعته په نښتو کې ښکېل وو.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف وویل، پر دې سیمې یې د عراقي ځواکونو د غوښتنې پر اساس بمباري کړې او یوه ودانۍ یې ویجاره کړې او د دښمن اته وسله‎وال‌یې وژلي دي.

د ائتلاف یوه ویاند وویل چې موږ ته هغه راپورونه رسېدلي چې وایي، په دغې ودانۍ کې چې لګېدلي سُني قومي ملېشې وې، هغه جدي څېړو.