کري: طالبان دې د حزب‎اسلامي په څېر افغان حکومت سره سوله وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له طالبانو غوښتي چې د حزب‎اسلامي په څېر له افغان حکومت سره سوله وکړي.

جان کري چې نن‌یې د بروکسل په کنفراس کې خبرې کولې وویل چې د جګړې د ابرومندانه پای لپاره یوه ښه لاره سوله ده.

ښاغلي کري زیاته کړه:

"د جګړې د ابرومندانه پای ته رسولو لپاره یوه لاره شته چې طالبان‌یې باید غوره کړي، دوی د جګړې په میدان کې هېڅکله نه‌شي بریالي کېدای بلکې یوازې له افغان حکومت سره د سولې او روغې جوړې له لارې کېدای شي چې دایمي ثبات ټینګ شي او د بهرنیو ځواکونو وتو ته لار هواره شي د طالبانو هدف هم دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د سولې توافق په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو یوازنۍ لار ده او دغه توافق له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو ته هم لار هواره ولای شي.