حافظي: د نړيوالو تازه مرستې دې پر عمومي پرمختيا ولګول شي

د بروکسل په کنفرانس کې چې د څه باندې ٧٠ هېوادونو او ۲۵ سازمانونو استازي برخه لري، له افغانستان سره تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې د مالي مرستو پر مسئله خبرې کېږي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل «برسلز» کې دغه کنفرانس پرون پيل شوى او نن يې دويمه او وروستۍ ورځ ده.

افغانستان تمه لري چې دغه مالي مرسته د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند پر ښه کولو، تعليمي نظام، بسياينې، اقتصادي پروژو او نورو برخو ولګول شي.

د نړۍ هېوادونو له افغانستان څخه هيله کړې چې د دغو مرستو په بدل کې د اداري فساد پرضد مبارزه وکړي او دغه مرستې په شفافيت ولګوي.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو د بهرنيو اړيکو د کمېټې له مشر اذرخش حافظي نه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې افغان حکومت بايد دغه مالي مرستې تر ډېره پر کومو برخو ولګوي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له اذرخش حافظي سره مرکه