پکتیا کې د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسؤلان وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ریاست مشر نصیر احمد عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال پکتیا کې د مڼو د حاصلاتو اندازه شاوخوا شل زره ټنه وه.

ښاغلی عالمیار همدارنګه وایي چې د پټان لار د بندېدو له امله تر ډېره حده مڼې خرابېږي او باغ لرونکو ته په زیاته پیمانه زیان رسېږي.

نوموړی له مرکزي حکومته غواړي څو په دغه ولایت کې د تازه مېوو لپاره سړې خونې جوړې کړي.