د امریکا د ولسمشرۍ جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ وايي، روسيې د دې لپاره چې د متحده ایالاتو ډیموکراتانو ته درناوی نهلري په سوریه کې يې د اوربند معامله ګډوډه کړه.
ډونالډ ټرمپ چې پرونيې په اېرېزونا ایالت کې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، روسیه د اوربند دا معامله ګډوډه کړه او اوس په سوریه کې بمباري کوي.
ډونالډ ټرمپ له روسيې وغوښتل چې په سوریه کې خپل بریدونه ودروي.
نوموړي وویل، په سوریه کې له اوربنده د روسيې سرغړونه دا ښيي چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین خپل امریکايي سیال بارک اوباما او د ډیموکرات ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن ته هېڅ درناوی نهلري.
جمهوري غوښتونکي کاندید ټرمپ ویلي، که دی د امریکا ولسمشر وی نو روسيې به هېڅکله دا کار نهکاوه.