نایاب: ارزګان کې د طالبانو ۲ قوماندانان وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه په دغه ولایت کې تر سره شویو عملیاتو کې د وسله‌والو مخالفینو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب نن ازادي راډیو ته وویل چې وژل شویو قوماندانانو د ارزګان ولایت په یو شمېر سیمو کې د جګړې مشري پر غاړه درلوده.

د ښاغلي نایاب په خبره په ارزګان کې د افغان امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي څو په بشپړه توګه دغه ولایت د طالبانو له موجودیته تصفیه شي.

خو په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی بیا وايي چې د ارزګان ښار د طالبانو تر محاصرې لاندې دی او د افغان ځواکونو عملیاتو تر اوسه مثبته نتیجه نه‌ده ورکړې.