د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، روسیه پوهېږي چې په سوریه کې د تشدد د پای ته رسولو لپاره څه وکړي خو د ضروري ګامونو له پورته کولو ډډه کوي.
جان کري پرون سې شنبه په بروکسل کې څرګنده کړه چې مسکو باید د خپلو او د سوریې د پوځي الوتکو مخنیوی وکړي او د اوربند د ټینګېدو لپاره پر ملېشه ډلو بمباري بنده کړي.
امریکا روانه اوونۍ په سوریه کې د اوربند په اړه له روسیې سره خبرې بندې کړې.
جان کري وايي:
"روسیې په دې اړه چې د اسد رژیم په ډېر ناوړه ډول په جګړه کې له وسلو کار اخلي، ځان غلی نیولی خو موږ به د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو هڅې جاري وساتو، موږ به د سوریې د ملاتړ ډلې، ملګرو ملتونو او څو اړخېزو غونډو له لارې هره ممکنه هڅه وکړو چې د پرمختګ لار پیدا شي."
جان کري همداراز وویل چې امریکا او اروپا په اوکراین کې هم د روسیې څرګند تشدد نهشي منلای.