غني او ټوسک به د سولې او هوساینې د مشارکت غونډه پرانیزي

د افغانستان ولسمشر او د اروپايي شورا رئیس به نن چهارشنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې "د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره مشارکت" غونډه پرانیزي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري پرون له بروکسله ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان به دې کنفرانس ته د پرمختیايي پروګرامونو یوه طرحه هم وړاندې کړي.

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه:

"په‎ دې سند کې د افغانستان زیات ملي پروګرامونه راغونډ شوي چې د هغوی اغېز او د عملي کولو لارو ته هم اشاره په‎کې شوې ده. اساسي هدف د دې څرګندول دي چې افغانستان څرنګه وده کولای شي، خپلې اړتیاوې پوره کولای شي او خپلو خلکو ته کاري فرصتونه برابرولای شي."

په بروکسل کې د دې غونډې مشري د افغانستان حکومت او اروپايي اتحادیه کوي چې د لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي ورغلي دي.

دا کنفرانس به د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په وینا پای ته ورسېږي.