د امریکا پوځ پرون سې شنبه کندز ښار ته نېږدې د خپلو ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ.
روېټرز خبري اژانس په کابل کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ په حواله ویلي چې دا عسکر به د اړتیا په وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو شمېر يې نهدی څرګند شوی.
په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ښار زیاتې سیمې له وسلهوالو طالبانو نیول شوي دي.
محمود دانش زیاته کړه:
"دښمنان د ښار له شاوخوا په تېښته کې دي او پوهېدلي چې د افغانستان د اتلو ځواکونو پر ضد مبارزه او مقاومت نهشي کولای."
وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار زیاتې برخې تر خپلې ولکې لاندې کړې.