د روسیې دفاع وزارت پرون سې شنبه وویل چې د الوتکو د ویشتلو لپاره د ځانګړو مزایلو سیسټم " S- ۳۰۰" یې سوریې ته استولی دی.
دا سیسټم به د سوریې په طرطوس ښار کې د روسیې په پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.
د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د الوتکو ضد مزایلو دا سیسټم په طرطوس کې د دوی د هوايي اډې او د سوریې په دې ساحلي ښار کې د دوی د سمندري ځواکونو د امنیت لپاره ځای پر ځای کېږي.
د مزایلو دا ځانګړی سیسټم په عمومي ډول د سترو تأسیساتو او پوځي اډو د امنیت لپاره کار کوي چې د کروز توغندیو، د الوتکو د ویشتلو لپاره د ځانګړو راکټونو او بالسټیک مزایلو د ویشتلو توان لري.
د سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت ویاندویانو د روسیې پر دې اقدام سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په سوریه کې د روسیې د پوځي مأموریت هدف د ترورېستي ډلو هدف دی او هغوی هوايي ځواک نهلري.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پیترکوک پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې روسیې ته باید دا څرګنده شي چې امریکا د خپلو او د متحدانو د هوايي ځواکونو امنیت ډېر جدي ګڼي.