اشرف غني وايي، د افغانو ښځو حقونه نه‎شي خرڅېدلای

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانو ښځو حقونه چې د دې هېواد اساسي قانون‌یې ضمانت کړی، نه‎شي خرڅېدلای.

ښاغلي غني پرون سې شنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې یوې غونډې ته چې د "ځواکمنې ښځې او اباد افغانستان" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، وویل چې افغانې ښځې د ډیموکراټیکو ارزښتونو او خپلو حقونو د دفاع توان لري.

محمد اشرف غني زیاته کړه:

"پر لوړو څوکیو د ښځو شمېر زموږ د بري معیار نه‎دی. موږ د ښځو د پرمختګ لپاره د خپلو هڅو حساب پر میلیونونو افغانو نجونو کوو چې د میلیونونو افغانو هلکانو په څېر امکانات غواړي، ځکه دا کار یوازې د افغانستان له ثبات سره ممکن دی."

غونډې ته د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فېډریکا موګرېني وویل:

"موږ د افغانو ښځو په اړه خبرې وکړې خو دا د ټولو افغانانو پر راتلونکې خبرې دې. د ښځو قوت یوازې ټولنیز عدالت او د بشري حقونو امنیت نه‎دی بلکې پرمختګ دی."

په‎ دې نړیواله غونډه کې د افغانستان د ولسمشر مېرمنې هم د افغانو ښځو د بریاوو ستاینه وکړه.