ترکیې دشاوخوا ۱۲۸۰۰ پولیسو دندې ځنډولي

ترکیې په امریکا کې مېشت له مذهبي مشر فتح الله ګولین سره د اړیکو په تور د شاوخوا ۱۲۸۰۰ پولیسو دندې ځنډولې دي.

د ترکیې ملي پولیسو نن وویل چې له دونیم زرو زیات افسران چې دندې یې ځنډول شوي، د پولیسو مشران دي.

په ترکیه کې د جولای د میاشتې د ناکامې کودتا وروسته په لسګونو زره کسان له دولتي دندو لیرې شوي یا یې وظیفې ځنډول شوي.

دغه راز شاوخوا ۳۲ زره کسان هم په دغې ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د ترکیې حکومت د دغې کودتا اصلي طراح ګولین بللی خو هغه دا تور رد کړی دی.