د ننګرهار سلګونو اوسیدونکو او د دغه ولايت قومي مشرانو په جلال اباد ښار کې د اچين د وروستۍ پېښې په غبرګون مظاهره وکړه چې په ترڅ کې يې یو شمېر ملکي وګړي ووژل شول.
د مظاهرې ګډونوالو د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې یو پریکړه لیک هم خپور کړ.
په دغه پریکړه لیک کې له مرکزي حکومته غوښتل شوي وو چې د اچین د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او د شینوارو ولسوالیو څخه دې د جګړې کرښه ختمه کړي.
مظاهره کوونکو خبرداری ورکړ که غوښتنې ونه منل شي د تورخم ـ جلال اباد لویه لاره به د ټرافیکو پر مخ وتړي.
تېره اوونۍ د اچین په ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايې حمله کې ۱۸ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
ویل کېږي چې دغه هوايې برید د يوه قومي مشر پر کور شوی چې تازه له حجه راستون شوی وو.
خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي حملې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی څو دغه پېښه وڅېړي.