د ویکيلیکس موسس جولیان اسانژ ویلي چې دغه انټرنیټي افشاکوونکې ټولنه به د روان کال ترپای ته رسېدو مخکې شاوخوا یو میلیون اسناد خپاره کړي.
اسانژ چې نن یې د ویډیو کنفرانس له لارې په برلین کې یوې غونډې ته چې په ۲۰۰۶میلادي کال د ویکيلیکس په نوم د دغې ادارې د ثبتولو په مناسبت جوړه شوې وه خبرې کولې وویل، په دغو خپرېدونکو اسنادو کې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو، ګوګل، جګړې، وسلو او د تیلو په اړه مهم اسناد شامل دي.
"هغه مواد به چې ویکيلیکس به یې د روان ۲۰۱۶میلادي کال ترپای ته رسېدو مخکې خپاره کړي، ډېر مهم دي، درېیو مختلفو برخو ته یې اهمیت زیات دی او هغه به په درېیو مختلفو ایالتونو کې درې ځواکمن سازمانونه اغېزمن کړي او دغه شان به د امریکا د انتخاباتو د پروسې په اړه په مخکینیو معلوماتو هم اغېز وکړي."
۴۵ کلن اسټرالیایي چې له ۲۰۱۲میلادي کال راهیسې په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې پناه اخېستې دغه راز وویل چې د ویکيلیکس د ټولنې فعالیت به پراخ کړي.
په اوس وخت کې دا ټولنه له سلو رسنیو سره همکاري کوي.