سوداګرۍ خونه: روسیې ته د افغان صادراتو کچه لوړه شوې

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د تېر کال په پرتله له روسیې سره د افغانستان صادرات ۵۰ فیصده زیات شوي دي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۵ کال له پیل راهیسې روسیې ته له افغانستان نه د څه باندې ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه او تازه میوه صادره شوې ده.

نوموړی وايي چې روسیې ته د تاجکستان د شېرخان بندر او اقینې له لارې صادرات کېږي.

ښاغلی الکوزی وایي چې افغاني محصولات په روسیې کې ډېر ښه بازار لري.