دفاع وزارت: کندز جګړه کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کندز کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزيري نن په کابل کې خبریالانو ته په‎دې اړه وویل:

"په کندز کې چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې وو، وسله‎وال پوځ وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او په خواشینۍ سره چې د دغو نښتو کې پنځه د ملي اردو سرتیري هم وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي."

دې سره هم‎مهاله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دغه کنفرانس کې وویل چې په کندز کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات په شدت سره مخ ته ځې او ډېر ژر به کندز ښار له وسله‎والو مخالفینو ونیول شي.

اخوا د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه ورته له روانې جګړې ۵۴ ټپیان ور وړل شوې دي چې په ټپیانو کې ډېری ملکیان دي.

وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې د ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.