د کندهار په میرویس روغتون کې د ماشومانو د نوې روغیتايي واټ ودانۍ د يو میلیون ډالرو په لګښت جوړه او ګټي اخیستنې ته وړاندې شوه.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي ددې واټ د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه ودانۍ په یو میلیون ډالره د سي. ار. سي لخوا د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.
د والي په وینا د ماشومانو د درملنې دا واټ مخکي یوازې د ۴۵ بسترونو ظرفیت درلود، خو اوس ۱۶۵بسترونو ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه:
"دغه تعمیر د یو میلیون ډالرو په ارزښت د سی. ار. سي په کومکونو د یو کال په موده کې جوړ شوی چې مخکي یې بسترونه ۴۵ وه اوس ۱۶۵ ته لوړ شول."
د کندهار د عامې روغتيا رئیس ډاکټر احمد الله فیضي وویل چې مخکني واټ د حوزوي ناروغانو لپاره کفایت نه کاوه او په روغتون کې يې تر ټولو زیات همدغه واټ د ناروغانو تر فشار لاندې وو.
د فیضي په وینا په دوهمه برخه کې نسايي ولادي او بیا جراحي واټونه له ګڼې ګونې سره مخ و، خو اوس به د نسايي ولادي برخه هم له فشاره خلاصه وي.
دده په وینا چې د ماشومانو د پخواني واټ ودانۍ يې نسايي ولادي خدمتونو ته پرې ايښي.
میرویس روغتون ته چې د حوزې په کچه ناروغان او د ماین چاودنو او جګړو قربانیان ور وړل کېږي ویل کېږي چې لاهم تشکیلاتي ستونزې لري او د بسترونو د کموالي سره مخامخ دی.