روسیي د سوريي په اړه د امریکا پر پرېکړې خواشیني ښودلې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له دې پریکړې چې په سوریه کې د وضعیت په اړه خبرې یې وځنډولې، خواشیني څرګنده کړه.

د دې وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون وویل، واشنګټن د اوربند د هغې موافقې چې مسکو یې هم غړی و، اساسي برخې نه دي عملي کړي.

متحدو ایالاتو پر روسیه تور پورې کړی چې په سوریه کې د اوربند د موافقې مواد یې نه دي عملي کړي او پر غیر پوځي سیمو حملې یې جاري ساتلې دي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون دوشنبې په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې هېواد یې په وروستیو ورځو کې د اوربند د موافقې د موادو د عملي کولو زیاته هڅه کړې ده.