جېسون رضایان د ایران رژیم پر ضد محکمه کې رسمي دعوی وکړه

ایراني الاصله امریکايي خبریال جیسون رضایان پرون دوشنبې د ایران د رژیم پر ضد په محکمه کې رسمي دعوی وکړه.

رضایان لږ تر لږه ۱۸ میاشتې په ایران کې زنداني و.

د ایران د رژیم پر ضد د هغه د دعوی رسمي لیک [صورت دعوي] د هغه د کورنۍ د یو شمېر غړو په حضور کې پرون د امریکا یوې فدرالي محکمې ته وسپارل شوه.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې دې خبریال ټینګار کړی چې د ایران رژیم غوښتل چې له نړیوالو سره پر اټمي مذاکرو اغېز وکړي او بر لاس خپل کړې نو له‎دې امله یې دی زنداني کړی و.

جیسون رضایان ویلي چې په زندان کې ځورول شوی او تر سخت روانې فشار لاندې ساتل شوی و.

رضایان او درې نور خبریالان د نړیوالو قدرتونو او تهران ترمنځ د اټمي موافقې تر لاسلیک وروسته، د ایران له زندانونو خوشې شو.