بلجیم کې نن سې شنبې د افغانستان په اړه کنفرانس پيلېږي

بلجیم په پلازمینه بروکسل کې نن سې شنبې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پيلېږي.

کنفراس به د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشره فېډریکا موغریني پرانېزي او ولسمشر محمد اشرف غني به وینا ورته وکړي.

په‎دې کنفرانس کې د نړۍ د لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ کړن‎لارې د مشرې فېډریکا موغریني په وینا په بروکسل کې د افغانستان په اړه د کنفرانس یوازې د مالي مرستو راغونډولو لپاره نه‎دی بلکه له‎دې هېواد سره به د نړیوالو د سیاسي ملاتړ پر دوام ټینګار وشي.

فېډریکا موغریني ویلي، اروپايي اتحادیه په افغانستان کې ثبات او سوله د ځان په ګټه ګڼي او د بروکسل کنفرانس د دې تعهد د څرګندولو ښه موقع ده.