د کندز چارواکي وایي چې افغان ځواکونو د دغه ښار مهمې برخې نیولي دي.
د دغه ولایت د والې ویاند سید محمود دانش ازادي راډيو ته وویل چې افغان کمانډو ځواکونه دا مهال په عملیاتو بوخت دي او ډېر ژر به ټول ښار تر خپلې ولکې لاندې راولې.
نوموړي وویل چې وسلهوالو طالبانو ته پهدې نښته کې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.
په ورته وخت کې د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه ورته له روانې جګړې ۵۴ ټپیان انتقال شوي دي.
نوموړي وویل چې په ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړې دي.
خو وسلهوال طالبان ادعا کوي چې د ښار مهمې برخې د دوی په لاس کې دي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
وسلهوالو طالبانو پرون سهار د کندز ښار ته پر یو شمېر نېږدې سیمو حملې وکړې او د ورځې ترپایه يې د ښار د مرکزي چوک په ګډون زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې کړې چې اوس یې افغان ځواکونه د بېرته نیونې خبره کوي.