د ترکیې حکومت بېړنۍ حالت د ۳میاشتو لپاره تمدید کړ

د ترکیې حکومت په دې هېواد کې بېړنۍ حالت د نورو درېیو میاشتو لپاره تمدید کړ.

د ترکیې مرستیال صدراعظم نعمان کورتولموش پرون وویل چې دا پریکړه د کابینې په غونډه کې شوې ده.

کورتولموش وویل، د ولسمشر رجب طیب اردغان په مشرۍ د کابینې په غونډې پریکړه وشوه چې بیړنۍ حالت دې د نورو ۹۰ ورځو لپاره تمدید شي:

"د بېړني حالت د تمدید پریکړه به د اکتوبر له نولسمې نېټې وروسته نافذه وي. پوهیږئ چې دا پریکړه د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د ملي امنیت شورا د غونډې په سپارښتنه شوې ده."

په ترکیه کې په جولای میاشت کې د رژیم پرضد ناکامه کودتا وشوه چې لږ تر لږه ۲۷۰ کسان په‎کې ووژل شول.

له دې وروسته د ترکیې حکومت په دې هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړ.

د متحدو ایالاتو له دې اعلان وروسته چې نه غواړي په سوریه کې د جګړې د بندولو په هڅو کې له روسیې سره همکارۍ ته دوام ورکړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په سوریه کې د اوربند د بیا ټینګولو لپاره هڅه وکړه، خو روسیې یې په وړاندې خنډ جوړ کړ.