چارواکي په کندز ښار کې د جګړې د دوام خبر ورکوي. د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر معصوم هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د ښار په ځینو برخو کې له طالبانو سره جګړې لاهم دوام لري.
ښاغلي هاشمي د ښار هغه سیمې یادې کړې چې دولتي ځواکونه پهکې دي او دفاع ترې کوي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"هغه سیمې چې اوس زموږ په ولکه کې دي، د امینې قوماندانۍ زړه ودانۍ، د قوماندانۍ نوې ودانۍ، د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست او لومړۍ حوزه دي."
د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وویل چې د ښار په اوومه حوزه کې له وسلهوالو طالبانو سره نښتې لا هم روانې دي.
معصوم هاشمي وايي چې د تېرې شپې په نښتو کې وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش وايي چې له تېرې شپې راهیسې د کندز د جګړې مشري د ملي اردو ځانګړو ځواکونو یا سپیشل فورس په غاړه اخېستې او وسلهوال طالبان یې د کندز ښار له حساسو برخو څخه په شا تمبولي دي.