کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د کندز په وروستي امنیتي وضعیت او د افغانستان په اړه د بروکسل په غونډې لیکنې او تبصرې کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپانې د ولسي جرګې د غړیو په حواله لیکلي طالبانو بیا د کندز ګڼې سیمې د یوې توطئې په ترڅ کې ونیولې.
وړاندې په مطلب کې راغلي په حکومت کې ځینو کړیو د سولې وروستي تړون د بې ارزښته کولو په خاطر وسلهوالو طالبانو ته په قصدي ډول ځیني سیمې پرې ايښې.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په کندز چې بیا-بیا افغان ځواکونو عملیات کړي او چارواکو د کندز ښار د خوندیتوب ډاډ ورکړی.
د لیکوال په باور وروستیو جګړو وښوده چې چارواکو خلکو ته ناسم معلومات ورکړي وو او مخالفین یې نه وو مات کړی.
د لیکوال د معلوماتو له مخې کندز کې لاهم ځیني هغه کسان د امنیتي ځواکونو مشري کوي چې تېر کال یې د کندز ښار په سقوط کې لاس درلود.
د سرمقالې د لیکوال په باور نو له همدې امله کندز لاهم له خطر سره مخ دی او امکان شته چې وسلهوال بیا دغه ښار ته ننوځي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې وړاندیز کړی چې لومړی د کندز ښار او د ښار څنډې باید له وسلهوالو طالبانو پاکې شي او ورپسې د دې ولایت په ولسوالیو کې تصفیوي عملیات ترسره شي.
سرخط:
سرخط ورځپانې په یوه جلا مطلب کې پوښتنه کړې د ښارونو د سقوط ډرامه او لوبغاړي په کندز او ارزګان کې څه روان دي؟
وړاندې په مطلب کې راغلي کندز د معمول له مخې، د هغه طالب په لاس سقوط نه شي کولای چې یوازې پاکستان یې حمایه کوي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې بلکې دې طالب ته اوس د نورو زبرځواکونو لاس هم ور رسېدلی او سخت یې تشویق او تمویلوي.
د لیکوال په باور ښه لاره دا ده چې کندز کې د پولیسو په رهبرۍ کې د ولایت په کچې تر ولسوالیو تغیرات راشي او دا جګړه د روسانو لپاره په اوله او اخېره جګړه بدله کړي.
چراغ:
د چراغ ورځپانې د سرمقالې عنوان دی کندز د بروکسل پر غونډې وینه بهېدونکی ټپ
وړاندې په سرمقاله کې راغلي وسلهوالو طالبانو په داسې حال کې په کندز ښار باندې پراخه حمله پیل کړه چې افغان ولسمشر او نور چارواکي په بروکسل غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته روان شول.
هېواد:
د هېواد ورځپانې په سرمقالې کې راغلي د بروکسل په کنفرانس کې به نړیواله ټولنه له افغانستانه یو ځل بیا ملاتړ په ډاګه کړي.
انیس:
د انیس ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې په بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره کېدونکې مرستې به مشروطه وي.
لیکوال هېله ښيي چې افغان حکومت د ټولنې لومړیتوب ته په کتو دا مرستې په شفاف او روښانه ډول مصرف کړي.