د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پرون دوشنبه د کندز د جګړې د ادارې او هلته د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ مسؤلیت واخیست.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله، کندز ته پرون دوشنبې د کوماندو او ځانګړو ځواکونو "سپېشل فورس" زیاتې ډلې هم رسېدلې دي.
ښاغلی دوستم به له کابله د ملي اردو د لوی درستیز له مرستیال مراد علي مراد سره چې په کندز کې دی، جګړه رهبري کړي او له وسلهوالو طالبانو د کندز ښار د پاکولو عملیات به مخې ته یوسي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه کندز کې د پرمختګ په حال کې دي.
شاه حسین مرتضوي زیاتوي:
"د جمهوري ریاست لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم له کابله د سوق او ادارې په مرکز کې دی او د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د کندز د فرقې قوماندان دی. "
وسلهوالو طالبانو پرون سهار پر کندز ښار حمله وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د ښار تر بشپړې تصفیې وروسته به په دې اړه چې وسلهوال طالبان له کومو لارو او څرنګه تر کندز ښار ورسېدل څېړنې وشي.
ښاغلي صدیقي وویل، له وسلهوالو طالبانو د ښار د پاکولو چارې ادامه لري.
صدیق صدیقي زیاته کړه:
"د افغانستان د ځانګړو ځواکونو او کوماندو زیات غړي کندز ښار ته رسېدلي دي. د ښار په مختلفو سیمو کې چې زموږ د راپورونو پر اساس، لا هم وسلهوال طالبان موجود دي، زموږ عملیات روان دي. زموږ کوماندو او ځانګړي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري. تېره شپه وسلهوالو طالبانو ته زیات تلفات هم اوښتي دي."
وسلهوالو طالبانو تېر کال هم کندز ښار د لنډې مودې لپاره نیولی و خو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له ښاره وتښتېدل.
کندز ښار کې پرون ښوونځي، دولتي دفترونه او بازارونه بند و.
هغه وېډیويي فلمونه او عکسونه چې وسلهوالو طالبانو د کندز ښار له بېلابېلو سیمو اخیستې او پر انټرنټ خپاره شوي، هغوی په لارو او کوڅو کې څرګندوي نو له دې امله خلک په کورونو ننوتلي وو.
راپورونه وايي، یو شمېر خلک پرون له کندز ښاره وتښتېدل او ځانونهیې امنو سیمو ته ورسول.
د عفوې نړیوال سازمان کندز کې په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي خلکو امنیت ته پام وکړي.
په دې سازمان کې د اسیا د لوېدیځو هېوادونو مسؤلې چمپا پټېل ویلي چې په کندز کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.
مېرمن پټېل له دې امله چې وسلهوال طالبان ښايي له ملکي خلکو خپل هدف ته د رسېدو لپاره کار واخلي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په کندز کې روان وضعیت څرګندوي چې د ملکي خلکو امنیت او ژوند وسلهوالو طالبانو ته چندان اهمیت نهلري.