هند وايي، وسله والو ددې هېواد تر کنترول لاندې کشمیر کې د پوځ پر یوې اډې برید کړی، یو سرحدي ساتونکی يې وژلی او یو بل يې ټپي کړی دی.
پولیس وايي، په «باره مولا» سیمه کې د هندي سرتېرو پر اډه دا برید نن سهار پای ته ورسېد.
دا برید درې ورځې وروسته له هغې کېږي چې هند وویل د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې يې د وسله والو پر مرکزونو خاص عملیات کړي دي.
پاکستان دا ردوي چې ګواکې هندي ځواکونو د کنټرول له کرښې دیغاړه عملیات کړي دي.
د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچنې اړکیې وروسته تر هغې لا نورې هم بحراني شوې چې وسله والو د تېرې سپتمیر میاشت په اتلسمه نیټه په کشمیر کې د هندي پوځ پر یوه مرکز حمله وکړه او اتلس سرتېري يې ووژل.