د هلمند د والي د فتر وایي، د ناوې ولسوالۍلپاره د طالبانو قومندان د ۴۵ نورو وسلهوالو مخالفینو سره وژل شوی.
د دغه ولایت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسلهوال د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه وایي، وسلهوالو طالبانو نن سهار پنځه بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.
دوی وایي چې دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لېږل شوي دي.
خو وسلهوالو طالبانو پهدې اړه څه نهدي ویلي.