افغان ولسمشر د لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ بروکسل ته روان شو

د افغانستان ولسمشر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په بروکسل کنفرانس کې د ګډون په هدف په درې ورځني سفر د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته روان شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به په بروکسل کنفرانس کې وینا وکړي او د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، د ښځو د حقونو، د خصوصي سکتور د پانګونې، اقتصادي ودې په نورو برخو کې به د افغانستان د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي.

د ارګ خبرپاڼې له مخې جمهور رئیس غني به د دې کنفرانس په څنډه کې د بروکسل کنفرانس ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو او لوړ پوړو مقاماتو سره هم جلا کتنې ولري.

ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د هېواد لومړۍ مېرمن، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او یو شمېر نور چارواکي ملتیا کوي.

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس به سبا سې شنبې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړ شي چې د افغان چارواکو ترڅنګ د مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو استازي به په‎کې ګډون ولري.