نعیم: پر کندز ښار د طالبانو حمله کې یو مړ ۳۵ تنه ټپیان شوي

د کندز روغتیایي چارواکي وایي، په کندز ښار کې له روانې جګړې ورته ۳۵ ټپیان او یو مړی راوړل شوی دی.

د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل چې په ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړي دي.

بل لور ته د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د کندز ښار په څلورو برخو کې درنه جګړه روانه ده، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د کندز ښار یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې وسله والو طالبانو د کندز پر مرکز له ختیځ او لویدیځ پلوه بریدونه کړي او د دې ښار ځینې سېمې یې نیولي دي.

وسله والو طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې چې په کندز ښار کې جګړه روانه ده او د ښار څو پوستې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.