کندز سېمه ییز چارواکي: په کابل بندر او سه درک حملې پیل شوي

د کندز سېمه ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف د دغه ولایت په کابل بندر او سه درک سیمو کې هوايې حملې پیل کړي دي.

دغه څرګندونې د نوموړي ولایت ویاند سید محمد دانش ازادي راډیو سره شریکې کړې دي.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې وسله‎والو طالبانو نن سهار له څو برخو پر کندز ښار حملې پیل کړې دي.

ویل کېږي چې دا مهال په ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي او د ښار ډيری برخې تړل شوې دي.

د کندز یو شمېر اوسیدونکي وایې چې وسله‎والو طالبانو د دغه ښار یو شمېر برخې نیولي دي.

په همدې حال کې راپورونه وایي، د کندز تخار لویه لاره هم تړل شوې ده.

په همدې حال کې وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې د کندز ښار څو امنیتي پوستې نیولې دي.

تر اوسه افغان چارواکو د وسله‎والو طالبانو د دغه ادعا په اړه اړه څه نه‎دي ویلي.