د سوريې پوځ: دولت-ضد قواوې دې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي

د سوريې پوځ پر دولت-ضد قواوو غږ کړى چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي او محاصره شوى ښار حلب تخليه کړي.

پر دغه ښار د سوريې او روسيې د الوتکو له خوا سختې حملې روانې دي.

د سوريې پوځ پرون دغه اعلان په داسې حال کې وکړ چې د سوريې او روسيې الوتکو د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو باندې چې ګومان کېږي شا و خوا دوه نيم لکه ملکيان يې په څو برخو کېمېشت دي، په لسګونو هوايي حملې وکړې.

د سوريې وسله‌والو قواوو په يوه اعلاميه کې چې دولتي اژانس سنا هم خپره کړې ويلي، په حلب کې بايد ياغيان خپل سنګرونه پرېږدي او ملکيان پرېږديچې خپل عادي ژوند پرمخ بوځي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د سوريې او روسيې پوځونه به هر هغو مخالفو وسله‌والو ته د خوندي لارې او مرستو په برابرولو کې همکاري وکړي چې له ياغيانو خپله لار جلا کوي.

په همدې حال کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر سټيفن او برين پر دې ښار د حملې د مخنيوي لپاره د بېړني نړيوال اقدام غوښتنه وکړه.

حلب د سوريې تر ټولو ستر ښار ګڼل کېږي.