د هند پوځ وايي، افراطي وسلهوالو ډلو تېره شپه د کشمیر په شمال کې د هند د پوځ پر یوه کمپ ډزې وکړې.
د هند د پوځي ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چې وسلهوالو د بارامولا په نوم په سرحدي ولسوالۍ کې د پوځ پر مرکز ډزې وکړې.
په سیمه کې د هندي پولیسو یوه افسر سید جاوید مجتبی ګیلاني اسوشیټېډ پریس آژانس ته ویلي چې شپږو وسلهوالو د سرینګر په پنځوس کیلومترۍ کې پر دې پوځي مرکز حمله وکړه.
د چارواکو په وینا په دې نښته کې یو هندی سرتیری وژل شوی دی.
د هند پوځ درې ورځې مخکې وروسته له دې چې د یوري Uri په نوم د پوځ پر اډې وسلهواله حمله وشوه په کشمیر کې د کنټرول د کرښې په اوږدو کې هغه پوځي عملیات پیل کړل چې چارواکي یې د عملیاتي حملو په نوم یادوي او وايي چې په دې عملیاتو کې یې د تروریستانو ځالې ویجاړې کړې.